
About
د سېډني په اوبرن سیمه کې له ۲۰۱۹ کال راهیسې هر کال د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت فېسټیوال جوړېږي چې لسګونه زره کسان یې لیدو ته ورځي. اوبرن د سېډني هغه سیمه ده چې نږدې ۴۰ سلنه اوسېدونکي یې مسلمانان دي. اس بي اس پښتو د دغه فېسټیوال له دوو ګډونوالو خبرې کړې دي. تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.